زموږ د انتقال اصول
د انتقال شرطونه او مسؤلیتونه
د خپلې بستې ټاکلی خدمت، د رسېدو مهلت، د بیل اعتبار او هر اضافي لګښت له سپارلو مخکې له اړوند دفتر سره روښانه کړئ. زموږ د انتقال اصول او مسؤلیتونه لاندې ولولئ.
مهلت او د رسېدو معلومات
د هر جنس یا سند د رسېدو لپاره ټاکلی مهلت شته. تر رسېدو وروسته بستې تقسیموو او له مشتریانو سره تر اړیکې نیولو وروسته یې د ساحې له مخې سپارو. د ستونزمنو ولایتونو او مسیرونو د انتقال وروستي معلومات له اړوند مسؤل څخه ترلاسه کړئ.
اخیستونکی او د بیل د معلوماتو دقت
جنس یا سند هغه وخت منو چې اخیستونکی یې معلوم وي. د بیل معلومات په دقیق ډول له مسؤل کارکوونکي سره شریک کړئ؛ د معلوماتو د دقت مسؤولیت د مشتری پر غاړه دی.
د کار د چټکتیا او د ستونزو د مخنیوي لپاره دوه فعالې د اړیکې شمېرې ورکړئ، څو په بیل کې ثبت شي.
منع شوي توکي او د بستو کتل
د مخدره توکو، انفجاري موادو او نورو غیر قانوني توکو انتقال منع دی. زموږ کارکوونکي انتقالېدونکي اجناس او بیل ګوري. د داسې توکو د لېږد په صورت کې د اړوند دفتر مسؤل او مشتری دواړه مسؤل ګڼل کېږي.
طبیعي پېښې او ځنډ
طبیعي پېښې، ټکرونه، اورلګېدنې او تخنیکي ستونزې د توکو د تلف یا د رسېدو د ځنډ لامل کېدای شي. په دغو حالاتو کې شرکت د تلف مسؤلیت نه مني.
د تحویل تعقیب او د کارکوونکو رسېدنه
د خپلې بستې د تسلیم یا نه تسلیم کېدو په اړه له اخیستونکي څخه پوښتنه وکړئ. که ځواب ترلاسه نه شي، د ټاکلي مهلت له تېرېدو وروسته له اړوند مسؤل معلومات وغواړئ.
زموږ د دفتر، اړیکو او اړوندو برخو مسؤلین ستاسو تماسونو، واټساپ پیغامونو او مخامخ لیدنو ته رسېدنه کوي او ستونزه حل یا د حل مرجع ته رسوي.
د بیل اعتبار او د پیسو ترلاسه کول
بیل له صدور وروسته د دوو میاشتو لپاره معتبر دی. خپل جنس یا پیسې په همدې موده کې ترلاسه کړئ؛ د دوو میاشتو له تېرېدو وروسته د جنس او پیسو غوښتنه نه منل کېږي.
که بیل ورک شي، راجستر شوي مشتریان د صدور له نېټې تر لسو ورځو پورې د برېښنايي تذکرې او دوو شاهدانو په ملتیا دفتر ته مراجعه کولای شي.
عادي او بېړنۍ نرخنامه
د عادي او بېړنیو انتقالاتو لپاره جلا نرخنامې لرو. بېړنی جنس یا سند د بېړني خدمت د نرخنامې له مخې لېږدوو؛ له سپارلو مخکې خپل ټاکلی خدمت او نرخ تایید کړئ.
د مستردو توکو ساتنه او کرایه
د ګدامدارۍ موده، وړیا ساتنه او اضافي لګښت د بستې او ټاکلي خدمت له شرایطو سره تړاو لري. د خپلې بستې نافذ شرایط له اړوند دفتر سره له مخکې روښانه کړئ.
د لسو ورځو وړیا ساتنې د شرط په صورت کې، له هغې وروسته د هر ۲۴ ساعتونو لپاره د انتقال د کرایې لس سلنه اضافي لګښت حسابېږي. د مخکې ورکړل شوې کرایې لرونکو توکو لپاره د شلو ورځو ساتنې د شرط د تطبیق په اړه له دفتر سره تایید وکړئ.
د اوږدې مودې د ساتنې خدمت تر ۵۰ ورځو پورې هم وړاندې کېږي. د خپلې بستې وروستۍ موده، د کاري یا تقویمي ورځو حساب، د بېرته اخیستلو وخت او هر اضافي لګښت له دفتر سره تایید کړئ.
دوهم ځل ډیلیوري او مسترد توکي
که جنس د لومړۍ ډیلیوري پر مهال رد شي، د دوهم ځل ډیلیوري لپاره ۵۰ افغانۍ اضافي کرایه اخیستل کېږي.
مسترد شوي جنسونه دوهم مشتری ته د ۲۴ ساعتونو په موده کې لېږدوو.
شکایت او شواهد
که ستونزه د دفتر او د اړیکو د مسؤل له لارې حل نه شي، خپل شکایت او شواهد په واټساپ کې له 0706519232 شمېرې سره شریک کړئ. د شکایتونو دا اړیکه د مرکزي دفتر له عمومي اړیکو او د کابل ښار د راټولولو له شمېرې جلا ده.
د کابل ښاري انتقالاتو د مسترد کېدو په صورت کې د کرایې ۵۰ سلنه له لېږونکي اخیستل کېږي. د کارګو او بېړنیو توکو د ځانګړې پاملرنې او د څو مسیرونو ضریبونه په بشپړه نرخنامه کې ولولئ.